امریکايي نشریې آسوشیتدپرس راپور ورکړی چې ۷ امریکایي سرتیري په عراق کې د داعش پر ضد جګړه کې ټپیان شوي دي.
طرز پرس: آسوشیتدپرس نن شنبه، د اګست ۳۱مه، راپور ورکړ چې دغه امريکايي سرتیري له عراقي ځواکونو سره د داعش پر ضد په ګډو عملیاتو کې د عراق په لویدیځ کې ټپیان شوي دي. تر دې دمه امریکایي چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې دي چې د داعش ډلې د ځپلو لپاره په عراق کې د امریکایي او عراقي ځواکونو ګډ عملیات روان دي او څو ورځې مخکې سنتکام اعلان کړی و چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي.
په عراق کې د داعش پرضد جګړه کې ۷ امريکايي پوځيان ټپيان شوي
طرز پرس
10 سنبله 1403