سپیڼې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکا متحده ایالات سره له دې چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کوي، خو بیا هم د جګړې د پراختیا او د شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی.
طرز پرس: د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان دغه څرګندونې د یکشنبې په شپه د اګست په ۲۵مه، په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې متحده ایالاتو د سیمې حالات په دقت سره څاري. هغه په دې اړه چې د حزب الله لبنان له خوا وروستي راکټي بریدونه ترسره شوي، ویلي چې د جو بایډن حکومت په دوامداره توګه له اسرائیل سره په دې برخه کې په اړیکه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې حزب الله لبنان پرون پر اسرائیل له پراخو راکټي بريدونو خبر ورکړ او د اسرائیل رسنیو وویل چې حزب الله غوښتل د موساد مرکزونه په نښه کړي. له بلې خوا، اسرائیل د حزب الله د دغو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې په لبنان کې به ټول هغه سیمې بمبار کړي چې اسرائیل ته ګواښ جوړوي.