حماس اعلان کړی چې د یکشنبې په ماښام یې د اسراییل پر مرکز توغندیز بريدونه کړي دي؛ خو د اسراییل چارواکو ویلي چې دغه توغندی د تل اویو په جنوب کې په یو «خالي» سیمه کې لګېدلی دی.
طرز پرس: د حماس نظامي څانګې نن د یکشنبې په ماښام، د اګست ۲۵مه، په یوه بیانیه کې ویلي چې په دغه برید کې یې له «ام-90» ډوله توغندي څخه کار اخیستی او دا برید د «اسراییل لخوا د ملکي وګړو د عام وژنې» په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د اسراییل چارواکو هم په دې اړه یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه توغندی د تل اویو په جنوب کې د ریشون لتسیون په یوه خالي سیمه کې لګېدلی دی. په بیانیه کې راغلي: «یو توغندی چې د غزې له جنوب څخه را روان و، وپېژندل شو او وروسته په ریشون لتسیون کې په یوه خالي سیمه کې ولګېد.»
حماس په داسې حال کې پر اسراييل دا توغنديز بريد کړی چې د راپورونو له مخې، حماس په وروستيو مذاکراتو کې د اسراييل له شرایطو سره موافقه نه ده کړې. په دغو مذاکراتو کې د اسراييل یو له مهمو شرایطو څخه دا وو چې اسراييل ځواکونه د موافقې له لاسلیک وروسته هم باید په غزه کې حضور ولري. دا مذاکرات نن د یکشنبې په ماښام په قاهره کې د امریکایي او اسراییلي پلاويو په ګډون پای ته رسېدلی دی.