د المان پولیس اعلان وکړ چې په زولینګین کې پر یوه فسټيوال د برید عامل یو ۲۶ کلن سوریایي ځوان دی، چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
طرز پرس: دوه ورځې مخکې د جمعې په شپه، یو بریدګر د المان په لویدیځ کې د زولینګن ښار د ۶۵۰مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې فسټيوال کې پر خلکو د چړو ګوزارونه وکړل، چې په ترڅ کې یې درې کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول. داعش ډلې تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې دا برید د دې ډلې د غړو لخوا ترسره شوی دی.
د آلمان صدراعظم اولاف شولتز په ګډون د اروپایي هېوادونو چارواکو هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.