داعش ترهګرې ډلې د آلمان په زولینګن ښار کې د پرونۍ برید مسؤلیت منلی دی. د آلمان چارواکو ویلي چې د برید په تور یې دوه کسان نیولي دي.
طرز پرس: الماني رسنيو د دې هېواد د پولیسو له قوله ويلي چې د دغه بريد په تور دوه کسان نیول شوي دي او لاهم د دوی هڅې روانې دي. یو بریدګر تېره ورځ، د اګست په ۲۳مه، د المان په زولینګن ښار کې یوه فسټيوال ته ننوتی او پر خلک یې د چړو برید کړی دی. د آلمان رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دې برید په پایله کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د آلمان د پولیسو اداره وايي چې د پنځو ټپیانو حالت هم "نازک" دی.
د آلمان صدراعظم اولاف شولتز، په زولینګن کې د ترسره شوي برید له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې برید عاملین باید ژر ونیول شي او ورته سزا ورکړل شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم په سختو الفاظو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې د دې برید له امله شوکه شوې ده.
دا برید په داسې حال کې شوی چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د آلمان چارواکو ویلي وو چې د چړو د بریدونو د مهارولو لپاره باید سخت تدابیر ونیول شي. په آلمان کې د چړو بریدونه غیر معمولي دي او دا هم لومړی ځل دی چې داعش په آلمان کې د یو ترهګریز برید مسؤلیت په غاړه اخلي.