ټرمپ: کاملا هریس او ډموکراټانو د بایډن پر ضد کودتا کړې ده

طرز پرس

1 سنبله 1403

Donald-Trump-Saudi-Arabia-1048383.jpg

د امریکا مخکیني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند ډونالد ټرامپ، ویلي دي چې کاملا هریس او ډموکراتانو د جو بایډن پر ضد کودتا کړې او هغه یې د سیاست له صحنې لرې کړی دی.
ټرامپ په داسې حال دا څرګندونې کوي چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما همدا نن پر هغه تندې نیوکې کړي او ويلي یې دي چې ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې یوازې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دی. اوباما دغه څرګندونې د ډیموکرات ګوند په دوهم ملي کنفرانس کې چې په شیکاګو کې جوړ شوي و، وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا خلک نور نشي کولی څلور کاله د ټرمپ "درواغ" واوري.
ډونالد ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې او په شیکاګو کې د ډموکراتانو دوهم کنفرانس ته په اشارې سره وویل چې کاملا هریس او ډموکراتانو له وړاندې یوه جوړه شوې سناریو سره، د جو بایډن پر ضد سیاسي کودتا کړې ده. ټرمپ زیاته کړې چې د ډموکراتانو نیوکې له هغه څخه یوازې د دې لپاره دي چې د جو بایډن پر ضد کودتا موضوع پټه وساتي، هغه څه چې د نوموړي په وینا اوس هر امریکایي پرې پوهېدلی شي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن له رسنیو سره په خبرو کې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د نه کاندېدل لامل د ټرمپ ماتول یاد کړ او وویل چې هغه د امریکا د ګټو لپاره دې قربانۍ ته چمتو شوی دی.