تر هغه وروسته چې د ایران حکومت لخوا په دغه هېواد کې د المان پر فرهنګي او ژبو مرکز د بندیز خبرونه خپاره شول، د آلمان دولت په یو چټک غبرګون کې په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
طرز پرس: د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د اګست ۲۰مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې «د دې اقدام لپاره هېڅ توجیه شتون نه لري. د ژبې تبادله د ګډ تفاهم اساس دی.» د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ایران د حکومت دا اقدام په شدیدو الفاظو غندل شوی دی.
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه حکومت د جرمني د ژبې او فرهنګي مرکز "ګوته" د تړلو اقدام تر هغه وروسته کړی چې د المان حکومت لخوا څو اونۍ وړاندې په هامبورګ کې ایران پورې تړاو لرونکي «اسلامي مرکزونه» تړل شوي وو. د جرمني حکومت ویلي و چې د هامبورګ اسلامي مرکز یې د غیر قانوني هڅو او د افراطیت په فعالیتونو کې د ګډون له امله منع کړی دی.