د ایران عدلي او قضایي ارګانونو اعلان وکړ چې دوی د جرمني دولت پورې تړلي دوه فرهنګي مرکزونه د «غیرقانوني فعالیتونو» له امله تړلي دي.
طرز پرس: د ایران د قضایی قوې پورې تړلې رسنۍ «میزان» راپور ورکړی چې دغو دوو مرکزونو «غیرقانوني فعالیتونه کړي او د ایران د قوانینو پر وړاندې یې په مالي سرغړونو کې لاس درلود». د میزان په وینا، د جرمني نورو اړوندو مرکزونو څخه هم په ایران کې د سرغړونو راپورونه ترلاسه شوي او دوی خپلې څېړنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یو میاشت وړاندې په جرمني کې یو شمېر اسلامي مرکزونه د ایران سره د اړیکو په تور تړل شوي وو. جرمني د مۍ په ۲۴مه، د هامبورګ اسلامي مرکز د ایران او د دې هیواد له ملیشو په ځانګړي ډول له «حزب الله لبنان» ډلې سره د اړیکو په تور وتړل. ایران د جرمني دا اقدام وغندلو او هغه یې د «اسلام» سره د دښمنۍ په توګه یاد کړ او هماغه وخت یې د جرمني سفیر هم احضار کړ.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ويلي وو، دغه مرکز ځان له سیاست څخه لرې یو مذهبي سازمان معرفي کوي؛ خو د دوی موندنې ښيي چې دغه مرکز د جرمني د قوانینو پر وړاندې په افراطي فعالیتونو کې لاس درلود. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې د هامبورګ اسلامي مرکز او ټول هغه سازمانونه چې له ایران او افراطي ډلو سره تړاو لري، د جرمني د اساسي قانون پر وړاندې او په افراطي فعالیتونو کې د ونډه اخېستو له کبله تړل شوي دي.