د امریکا د استخباراتو سازمان «سي آی اي» په لومړي ځل په رسمي توګه اعلان وکړ چې ایران د امریکا د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دونالد ټرمپ پر ټاکنیز کمپاین د سایبري بریدونو مسئول دی.
طرز پرس- د امریکا د استخباراتو سازمان د دوشنبې په ورځ،د آگست ۱۹، وویل، کافي شواهد او مدارک شته چې ایران د دونالد ټرمپ پر ټاکنیز کمپاینونو د سایبري بریدونو مسوول دی. تر دې وړاندې ګوګل هم تایید کړې وه چې ایراني هکرانو د ټرمپ ټاکنیز کمپاینونه هدف ګرځولي دي. ګوګل په خپل راپور کې لیکلي چې ایران ته منسوب د هکرانو یو ګروپ چې «ایپيټي۴۲» نومېږي، د دونالد ټرمپ کمپاینونه یې هدف ګرځولي دي. د ګوګل شرکت د آنلاین ګواښونو د ارزونې ټیم په خپل راپور کې ویلي چې د «ایپيټي۴۲» هکر ګروپ د مې او جون په میاشتو کې د دونالد ټرمپ او جوبایډن اړوند د ۱۲ کسانو پر ایميلونو او شخصي ادرسونو بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران له وړاندې دا څرګندونې رد کړې وې او د دونالد ټرمپ د کمپاین پر وړاندې د سایبري بریدونو مسئولیت یې هم نه دی منلی.