جوبایډن: په غزه کې اوربند لا هم امکان لري

طرز پرس

29 اسد 1403

FuXxKovXsAMm-pQ.jpg

د اسراییل او فلسطیني حماس ډلې لوړپوړو چارواکو له څرګندونو وروسته، چې په غزه کې د اوربند د هڅو ارزښت یې کم ګڼلی، د امریکا ولسمشر جوبایډن منځګړی رول واخیست او ویې ویل چې په غزه کې اوربند لا هم امکان لري او اوسنی کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
طرز پرس - د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، جوبایډن د یکشنبې په ورځ ویلي چې په غزه کې اوربند «لا هم امکان لري.» په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپل سفر کې اسراییل ته، روانې خبرې اترې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د آزادولو لپاره وروستۍ فرصت بللې ده.
امریکايي چارواکي په داسې حال په غزه کې پر اوربند ټيڼګار کوي چې د اسراییل او حماس لوړپوړي چارواکي په ورستیو کې د یو بل د ځپلو ژمنې تازه کړي او د قطر په منځګړتوب د اوربند د هوکړې ارزښت ته یې ظاهراً بې توجهي کړی دی. 
بایډن، چې د یکشنبې په ورځ د کمپ ډېوېډ په آرام ځای کې خپلې رخصتۍ تېریولې، امریکايي رسنیو ته وویل چې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي او «موږ به هېڅکله تسلیم نه شو.»