د ایران رسنیو خبر ورکړی چې یو ایراني سرتېری په زاهدان کې له «وسله والو شرخوښو» سره په جګړه کې وژل شوی او ویلي یې دي چې دا نښته د زاهدان په قلعه بید پوسته کې رامنځته شوې ده.
طرز پرس – ایراني رسنۍ ایرنا د وژل شوي سرتېري نوم علي رؤفیان یاد کړی، چې د ایرنا د معلوماتو له مخې د ایران د نیشاپور ښار اوسېدونکی و. د ایران رسنیو همدارنګه ویلي چې «وسله وال شرخوښي» تښتېدلي دي او پولیس یې په تعقیب کې دي. تر اوسه پورې د دې نښتې نور جزئیات چې ایراني رسنۍ یې عاملین «وسله وال شرخوښي» بولي، نشته او داهم روښانه نه ده چې دا «وسله وال شرخوښي» د کومې وسله والې ډلې پورې تړاو لري، خو له دې وړاندې په ایران کې د ورته برېدونو مسوولیت جیش العدل یا داعش ډلې منلي دي.
یو ایرانی سرتېری د ایران په زاهدان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی
طرز پرس
26 اسد 1403