د المان حکومت اعلان کړی چې د هر ډول یو اړخیزو اقداماتو مخالف دی چې په فلسطین کې د اوربند لپاره روان تاریخي فرصت کمزوری کوي.
طرز پرس - د المان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اسراییل باید په قدس کې "پاروونکي" اقدامات ودروي. په اعلامیه کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیرې په حواله لیکل شوي چې المان الاقصی جومات ته د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتمار بن ګویر ننوتل هم په کلکو ټکو غندي. ایتمار بن ګویر د سې شنبې په ورځ په بیتالمقدس کې د الاقصی د جومات په انګړ کې ظاهر شو او په هممهاله توګه یې له دې ځایه یوه ویډیو ثبت کړه. نوموړي په وېډيو کې ټینګار وکړ چې باید حماس ته ماتې ورکړل شي. دا کړنه نه یوازې د مسلمانانو د دې مقدس ځای سپکاوی ګڼل کېږي، بلکې د دې لپاره هم غبرګونونه پارولي چې د اوربند ترلاسه کولو فرصت کمزوری کوي.
الاقصی جومات په اسلام کې درېیم مقدس ځای او د فلسطین د ملي هویت یو سمبول ګنل کیږي. د ایتمار بن ګویر دا کړنه په داسې وخت کې شوې چې د اسراییل او حماس ترمنځ نږدې یو کلنه جګړه حساس پړاو ته رسېدلې او په ورستیو کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند احتمال هم زیات شوي دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت: اسراییل دې په قدس کې پاروونکي اقدامات ودروي
طرز پرس
25 اسد 1403