
د بند امیر ښاماران لوبډلې د کرېکټ شپږیزه لیګ کې څلورمه لوبه وګټله او دا دویم ځل وو چې دا لوبډله په دغه لیګ کې پرله پسې بریا ته رسېږي.
طرز پرس- د افغانستان د کرکېټ شپږیزه لیګ د نهم پړاو څلورمه لوبه 'نن سې شنبه د زمري په ۲۳مه' په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ پجه د امو نهنګان لوبډلې وګټله او د بند امیر ښاماران پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې او د بند امیر لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. د امو نهنګان لوبډلې په ګټه زبید اکبري ۵۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې شرفالدین اشرف او قیس احمد دوه – دوه او حیات ناصري بیا یوه وېکټه ترلاسه کړه. په ځواب کې بیا د بند امیر ښامارانو لوبډلې د لوبډلمشر حشمتالله شاهدي ۵۷، د صدیقالله اتل ۴۰، د ریاض حسن ۱۰ او د صدیق پاچا ۳۶ منډو پر مټ ټاکلی هدف بشپړ او د دویم ځل لپاره بریا ته ورسېدل. د بند امیر ښاماران لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شاهدي بیا خپل ټيم لپاره تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې جوړې کړې.