ایران د ټرمپ د کمپاین د داخلي ارتباطاتو د هيک کولو مسؤل پېژندل شوی

طرز پرس

21 اسد 1403

web1_14775439-67cc1fedba47425a95c67f8bad1c86da.jpg

د متحده ایالاتو په ټاکنوکې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ټاکنیز مسؤلین ادعا کوي چې ایران د ټرمپ د کمپاین یو شمېر داخلي اړیکې هيک کړې دي.

طرز پرس- د ټرمپ د کمپاین ویاند ستیون چونګ، د شنبې په ورځ «اګست ۱۰مه،» رسنیو ته وویل چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د مداخلې موخه د متحده ایالاتو د ډموکراتیک بهیر ننګول دي. هغه زیاته کړه: «دا د هغو هېوادونو کار دی چې له متحده ایالاتو سره دښمني لري او هدف یې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې مداخله او زموږ په دموکراتیک بهیر کې ګډوډي رامنځته کول دي.»
د چونګ له دې ادعا یوه ورځ وړاندې، مایکروسافټ شرکت اعلان کړی و چې د ایران حکومت پورې تړلي هکران هڅه کړې چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د «یو لوړپوړي چارواکي» حساب ته نفوذ وکړي. د ټرمپ د کمپاین مسؤل د مایکروسافټ دې راپور ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «ایرانیان پوهیږي چې ولسمشر ټرمپ به د خپلو لومړیو څلورو کلونو په څېر، د هغوی دا بدماشي ودروي.»

د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات تر دې وړاندې په پنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ د برید تور هم پر ایران پورې کړی، خو ایران ویلي چې دا د دوی کار نه دی.