د امریکا متحده ایالات اعلان کړی چې له سیمه ییز کړکېج څخه د مخنیوي په هدف د دغه هېواد «اف-۲۲ رپټور» جیټ جنګي الوتکې منځني ختیځ ته رسېدلي دي.
طرز پرس - اف-۲۲ رپټور جيټ جنګي الوتکې د امریکا له ځواکمن جنګي الوتکو څخه دي چې له رادارونو څخه د تیښتې وړتیا لري او هوا څخه هوا ته د جګړې لپاره جوړ شوی. دا جنګي الوتکې د ځمکنیو بریدونو لپاره هم ښه وړتیا لري او د کروز په سرعت پرواز کوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د پنجشنبې په ورځ (اګست ۸ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه جنګي الوتکې یې منځني ختیځ ته د ایران او د هغې د نیابتي ډلو له خوا د سیمه ییزو تاوتریخوالو له زیاتېدو څخه د مخنیوي په موخه استولي دي.
په منځني ختیځ کې د کړکېچ احتمال تر هغه وروسته زیات شو چې ایران د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته اسراییل څخه د غچ اخیستو ګواښ وکړ. وال سټریټ ژورنال پرون راپور ورکړ چې واشنګټن په مستقیم او غیرمستقیم ډول تهران ته دا پیغام رسولی چې پر اسرائیل د لوی برید په صورت کې به له سخت پوځي غبرګون سره مخامخ شي. دغې نشریې ویلي چې دا پوځي غبرګون به داسې وي چې د ایران حکومت او اقتصاد به پکې سخت زیان وویني.