امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې واشنګټن په مستقیم او غیر مستقیم ډول تهران ته دا پیغام رسولی چې پر اسراییل د لوی برید په صورت کې به غښتلی پوځي ځواب ترلاسه کړي.
طرز پرس – دې نشریې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، دا پوځي ځواب به داسې وي چې په پایله کې به یې د ایران حکومت او اقتصاد سخت زیانمن شي. وال سټریټ ژورنال لیکلي دي چې تهران ته به دغه پوځي ځواب د تل آویو له لارې ورکول کيږي او متحده ایالات به په مستقیمه توګه مداخله ونه کړي.
دا په داسې حال دي چې ایران په دغه هېواد کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی. امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز څو ورځې وړاندې خبر ورکړى و، چې ايران اسرائيل پر وړاندې د برید لپاره خپلو پوځيانو ته روزنه ورکوي او تیاری نیسي.
وال ستريت ژورنال: تهران پر اسراییل د لوی برید په صورت کې به غښتلی پوځي ځواب ترلاسه کړي
طرز پرس
19 اسد 1403