جوبایډن: زه په راتلونکو ټاکنو کې د واک د سوله ایز لیږد په اړه ډاډه نه یم

طرز پرس

18 اسد 1403

OIP.jpeg

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، د دغه هېواد د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د واک د سوله ییز لېږد په اړه ډاډمن نه دی.

طرز پرس - جو بایډن دا څرګندونې د متحده ایالاتو د نومبر میاشتې له ټاکنو څخه تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره رسنیو ته وکړې. هغه وویل که چیرې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ماتې وخوري نو شونې ده چې حالات د تېرو انتخاباتو په څېر تاوتریخجن شي او ډونالډ ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا درې میاشتې پاتې دي او د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د امریکا په ډېرو نفوذ لرونکو ایالتونو کې خپل کمپاین ته شدت ورکړی دی. په متحده ایالاتو کې د ترسره شویو نظرپوښتنو پراساس، تر اوسه  کاملا هریس تر ډونالډ ټرمپ  مخکښ دی.