د ډوپینګ د ازموینې نړیوال اژانس د صمیم فیض‌زاد ډوپینګ مثبت اعلان کړ

طرز پرس

14 اسد 1403

OIF.jpeg

د ډوپینګ ازموینې نړیوال اژانس اعلان وکړ چې د یوازیني افغان جودوکار محمد صمیم فیض زاد په ځان کې د "ستانوزول" اغیزې موندل شوي او د هغه د ډوپینګ ازموینه مثبته ده.
طرز پرس - د پاریس په المپیک کې یوازینی افغان جودوکار محمد صمیم فیض زاد، د تیرې سې شنبې په ورځ له خپل اتریشي سیال څخه د یوولس پر صفر نتیجې سره مات شو او پر ځمکې پرېوت. د ډوپینګ د ازموينې نړيوال اژانس په همدې ورځ د هغه د دوپينګ ازموينه واخيسته او اوس د دغه سازمان پايلې ښيي چې هغه د اولمپيک په لوبو کې غير قانوني درمل "ستانوزول" کارولي دي. په همدې اساس ښاغلی فیض زاد د ۲۰۲۴ کال د پاریس له المپیک سیالیو څخه محروم شوی دی. له بلې خوا محمد صمیم فیض‌زاد په یوه وېډيويي پیغام کې ویلي چې دا درمل یې په قصدي ډول نه دي کارولي او ښايي څلور میاشتې وړاندې ورته د نوموړي د ټپونو لپاره ورکړل شوی وي.
د ډوپینګ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تر دې دمه د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړي محمد صمیم فیض‌زاد ترڅنګ د یوه عراقي او یوه نایجریايي سوک وهونکي د ډوپینګ ازموینې هم مثبت اعلان شوي دي.