
د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په قطر کې له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د طرز پرس د خبر له مخې، مولوي عبدالکبیر په قطر کې له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او افغان سوداګر کولای شي په هېواد کې دننه پانګونه وکړي. د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال ویلي چې دوی د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او له یو شمېر هېوادونو سره یې ډیپلوماتیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې لا غښتلي شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي: "مولوي عبدالکبیر د افغان سوداګرو غوښتنې او ستونزې واورېدې او هغوی یې وهڅول چې هېواد ته راشي او پانګونه وکړي."
د ښاغلي فطرت په وینا، ټاکل شوې د طالبانو سیاسي مرستیال قطر ته خپل سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري او په افغانستان کې د دوی د سفارتونو او سیاسي استازولیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړي.