په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، بنیامین نتانیاهو اعلان وکړ چې د ایران نیابتي ډلو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي دي.
د طرز پرس د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جولای په ۳۰ مه د تهران په زړه کې په یوه خوندي ځای کې ووژل شو. د ایران پوځ اعلان وکړ چې نوموړی د یوه هوايي توغندي په وسیله وژل شوی دی. په ورته وخت کې بهرنیو رسنیو د حماس د یوه جګپوړي غړي له خولې ویلي، چې اسماعیل هنیه د لرې کنټرولېدونکي توغندي په وسیله په نښه شوی دی.
په همدې حال کې بنیامین نتانیاهو د خپل هېواد امنیتي چارواکو ته په یوه غونډه کې ويلي دي: «موږ به هر هغه څوک په نښه کړو چې پر اسرائیل برید وکړي. هغوی به درنه بیه پرې کړي."
نتانیاهو دغه څرګندونې تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او دغه راز په بیروت کې د حزب الله د یوه جګپوړي قوماندان وژل کېدو ته په اشارې سره کړي دي. اسراییلي رسنیو د نوموړي له خولې ویلي: "موږ ایراني نیابتي ډلو ته سخت ګوزارونه ورکړل." په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د خپل هېواد امنیتي چارواکو ته امر کړی چې په مستقیم ډول پر اسرائیل توغندیز بریدونه وکړي.
بنیامین نتانیاهو: موږ د ایران نیابتي ډلو ته سخت ګوزارونه ورکړل
طرز پرس
11 اسد 1403