روسیې ویلي چې د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ شوې ګډه هوکړه یقیناً د اندېښنې وړ ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د جولای ۲۷مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا تړون د مسکو لپاره د تحلیل وړ نه دی. لاوروف زیاته کړه: "اوس مهال زموږ لپاره دا ممکنه نه ده چې دا موضوع تحلیل کړای شو، خو د دې تړون لاسلیک یقیناً لا زیاتې اندېښنې را پاوري."
په دې وروستیو کې د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د هستوي سیسټم د پیاوړتیا په موخه د ګډ اټومي پروګرام تړون لاسلیک شو. لاوروف د دې خبرې په بیان سره چې دوی هڅه کوي جاپان د ګډې اټومي پلان په پروژه کې شامل کړي، خبرداری ورکړ چې امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په فعاله توګه د کړکیچ د زیاتولو او پوځي اقداماتو ته د تیاري په موخه فعالیت کوي. له بلې خوا لاوروف د خپلې وینا په یوه بله برخه کې یادونه وکړه چې د سویل ختیځې اسیا د فورم غړو هېوادونو په یوروشیا کې د یو ډاډه امنیتي سیستم د رامنځته کولو لپاره د مسکو له وړاندیز سره لېوالتیا ښودلې ده. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د شنبې په ورځ سهار وختي جنوبي کوریا ته رسیدلی دی چې د جنوب ختیځې اسیا د فورم د غړو هیوادونو په غونډه کې برخه واخلي.
روسیه: د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ هستوی تړون د اندېښنې وړ دی
طرز پرس
6 اسد 1403