د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا کانګرس ته خپل وینا په ترڅ کې وویل چې اسرائیل د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او له ایران سره د اسرائیل جګړه یوازې د امریکا د ګټو لپاره ده.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر وویل: «په منځني ختیځ کښې د امریکا پرضد د ایران د ترهګرۍ محور په مقابل کې اسرائیل او زمونږ عرب ملګري ولاړ دي.» د اسرائیل لومړي وزیر همداراز زیاته کړه چې هېواد یې په سیمه کې د ایران له نیابتي ډلو سره د امریکا د ګټو لپاره جنګیږي او څو څو ځله یې په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له ایران سره د اسرائیل جګړه د «امریکا د ګټو» لپاره ده. نتانیاهو د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «ایران پوهیږي چې د امریکا د ننګولو لپاره، لومړی باید منځني ختیځ فتح کړي، او د دې لپاره د حوثیانو، حزب الله او حماس په ګډون د خپلو نیابتي ډلو څخه کار اخلي.»
له بلې خوا د بنيامين نتنياهو د وینا سره سم په سلګونو اعتراض کوونکو د امريکا د کانګريس له څلورو خواوو څخه راټول شول او په لوړ شعارونو يې وغوښتل چې په غزه کې جګړه ودريږي.
نتانیاهو د اسراییل ضد دغو مظاهرو ته په اشارې سره مظاهره کوونکي د ایران لپاره ګټور احمقان وبلل او وویل چې ایران د اسرائیلو ضد مظاهرو ملاتړ کوي.
نتانیاهو: زموږ جګړه د امریکا د ګټو لپاره ده
طرز پرس
4 اسد 1403