سراج الدین حقاني: باید داسې ونه کړو چې نور له دندې ګوښه او ځان په دندو وګمارو

طرز پرس

3 اسد 1403

OIP (1).jpeg

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دولتي اداروکې د پخوانيو حکومتي کارکوونکو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې نیمګړتیاوو ته ګوته نیول او د پخوانیو مامورینو ګوښه کول د طالبانو ضعف او کمزورتیا په ډاګه کوي.
د طرز پرس د راپور له مخې، دغه جګپوړي طالب چارواکي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د جولای۲۴مه، په کابل کې د «کار ملي کنفرانس» په نوم یوې جوړې شوې دوه ورځينۍ غونډې ته وکړې. حقاني ټینګار وکړ: «باید داسې ونه کړو چې نور له دندې ګوښه او ځان په دندو وګمارو»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د پخوانيو دولتي کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. د دغو راپورونو پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه په دولتي ادارو کې د خپلې ډلې کسان ځای پر ځای کړي دي. معلومات په ډاګه کوي چې د دغو کسانو لویه برخه غیر مسلکي او غیر متخصص ول. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم نن د خپلو خبرو په ترڅ کې پر همدې مسئلې اندېښنه وښوده او ویې ویل: «موږ باید وړ او تجربه لرونکي کسان وګمارو، نه داچې هغوی څنډې ته کړو او ځانونه ځای پرځای کړو»
خو له دې وړاندې د طالبانو بېلابېلو بنسټونو "د صفونو پاکولو" تر سرلیک لاندې په دولتي ادارو کې دغې ډلې ته د وفادارو کسانو پر ګمارلو ټینګار کړی و. خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو جګپوړی چارواکی په ښکاره پر دې موضوع نیوکه کوي.