مکرون: افغانې ښځې باید راتلونکي ته هیله‌من وي

طرز پرس

3 اسد 1403

25.thumb.jpg

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ومنله چې افغانې مېرمنې د امریکا د وتلو له پرېکړې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې او هره ورځ یې دا لوړه بیه پرې کوي.
د طرز پرس په راپور، امانوئل مکرون دا څرګندونې له آزادۍ راډيو سره کړي دي او د نوموړي مرکه د سې شنبې په ورځ د جولای په۲۳مه، خپره شوه. مکرون په خپلو خبرو کې وویل: "موږ هغه څه وکړل چې کولی مو شوای، موږ هڅه وکړه چې کډوال ومنو او د افغانانو په څنګ کې پاتې شو." هغه دا هم ومنله چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو له پرېکړې تر ټولو ډېر زیان افغانې مېرمنې او نجونې لیدلي دي او هره ورځ یې بیه پرې کوي. مکرون زیاته کړه: "زه غواړم دا پیغام د افغانستان ښځو او نجونو ته ورکړم چې د راتلونکي لپاره هیله مندې وي."
کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د خپلو غوښتنو د منلو لپاره له ښځو څخه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه پورته کوي او تمه لري چې نړیواله ټولنه د ښځو د تعلیم او کار په بدل کې د دوی حکومت په رسمیت وپیژني. دا هغه څه دي چې طالبانو تر اوسه په اړه یې څه نه دي ويلي.