متقي: نړۍ یوازې فرمایش راکوي، خو هېڅ همکاري نه کوي

طرز پرس

2 اسد 1403

145d58e0-ee36-11ed-b8ba-03e4a3c90285.jpg

د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې نسبتا سختو سیاستونو په پایله کې، داسې ښکاري چې طالبان هم له دې پروسې ستړي شوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په وړاندې "مسؤولانه" چلند وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی پر نړیوالې ټولنې نیوکه کوي او وايي، دا مسخره ده چې نړۍ یوازې امرونه کوي خو هېڅ همکاري نه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن سه شنبه د جولای۲۳مه، د کار په ملي کنفرانس کې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې نړيواله ټولنه او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د افغانستان پر وړاندې خپل مسووليتونه په سمه توګه نه دي ترسره کړي.
متقي ادعا وکړه، چې طالبانو امنیت تامین کړی او د داعش په څېر د اورپکو ډلو پر وړاندې یې مبارزه کړې، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه هېڅ نه دي کړي. نوموړي زیاته کړه: «اوس خلک امنیت لري خو اصلي ستونزه کار او اقتصاد دی. د بې وزلۍ او بېکارۍ کمول یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی او نړیواله ټولنه هم باید مرسته وکړي.»
د امیرخان متقي په وینا، له نشه یی توکو سره مبارزه د طالبانو لویه لاسته راوړنه ده، خو نړیوالې ټولنې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو او په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړی. هغه وويل: «نړيوالې ټولنې په دې برخه کې خپل مسووليت نه دى ادا کړى.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپل هر ډول همکاري د دوحې د سولې له تړون او په ځانګړې توګه د افغان ښځو لپاره د زده کې او کار پر حقونو مشروط کړي دي. دا هغه موضوعات دي چې طالبانو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی.