تر هغه وروسته چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه د وتلو پرېکړه اعلان کړه، د هغه سیال ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، چې بایډن له پیل څخه دا وړتیا نه درلوده او باید نه وای نوماند شوی.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپل هیواد او خلکو په خاطر یې دغه «سخته پریکړه» کړې ده. د دې پرېکړې له اعلانه څو شېبې وروسته ښاغلي بایډن وویل چې د هغه په اند د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنوکې د ډیموکراټ ګوند لخوا د هغه اوسنۍ مرستیاله کاملا هریس مناسبه ګزینه ده.
په ورته وخت کې، د جو بایډن مرستیالې، کاملا هریس هم وویل، هغه ویاړي چې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د ولسمشر رایه له ځانه سره لري. میرمن هریس زیاته کړه: "زه د ټرمپ د ماتولو لپاره هر کار کوم."
له بلې خوا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ دغو خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د بایډن په پرتله د هغه لپاره د بایډن مرستیالې کاملا هریس ماتول ورته ډېره اسانه دي. نوموړي د یکشنبې په ورځ له NBC سره په یوه مرکه کې وویل چې جوبایډن د متحده ایالاتو په تاریخ کې "تر ټولو بد" ولسمشر وو او د هغه تګلارو امریکا ته زیان رسولی دی.
د ولسمشرۍ لپاره له سیالۍ څخه د جو بایډن تېرېدل په لویه کچه غبرګونونه راوپارول. د هغه مخالفینو پر هغه نیوکې وکړې او ملاتړو یې دغه کار «وطنپالونکي» وباله.
مایک جانسن، د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د متحده ایالاتو د استازو جرګې رییس، په خپل اکس پاڼه کې لیکلي، "که بایډن د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون کولو وړتیا نه لري، نو هغه د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د دندې د دوام وړتیا هم نه لري. نو باید سمدستي استعفا وکړي.»
له بلې خوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د جوبایډن د پریکړې په غبرګون کې هغه د امریکا یو تر ټولو اغېزمن ولسمشر وباله او ویې ویل: «نن یو ځل بیا موږ ته یادونه وشوه چې هغه یو له استثنايي وطنپالونکي ولسمشرانو څخه دی."
دیموکرات ګوند به احتمالاً د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د یوې مناسبې کاندیدې په توګه د کاملا هریس ملاتړ وکړي او تر دې دمه د بارک اوباما او هیلري کلنټن په ګډون د دې ګوند ډیرو مهمو غړو هم د مناسب کاندیدې په توګه د هغې ملاتړ کړی دی.