تهران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ډونلډ ټرمپ په وژنه کې هر ډول لاس لرل په کلکه ردوي او دا تورونه "بې اساس او مغرضانه" دي.
د طرز پرس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني ويلي "اسلامي جمهوریت د ټرمپ د وژنې په طرحه کې هر ډول لاس لرل ردوي او دا یو بې بنسټه او مغرضانه تور دی." «سي ان ان» امريکايي رسنۍ تیره ورځ د خپلو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې امریکا د ډونالډ ټرمپ د ترور په ناکامه هڅه کې د ایران د ښکېلتیا په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. خو یوه امنيتي چارواکي سي ان ان ته بیا ویلي، داسې نښې نشته چې پر ټرمپ بريدکوونکی ځوان دې له ایران سره لاس ولري. بل پلو یو بل امریکايي چارواکی رویټرز ته ویلي چې ایران تل د قاسم سلیماني د وژل کېدو له امله، له امريکايي چارواکو څخه د غچ اخیستو په فکر کې دی.
ایران د ټرمپ د ترور په نقشه کې د لاس لرلو احتمال رد کړ
طرز پرس
28 سرطان 1403