اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د اوکراین په جګړه کې له مسکو څخه د تهران له نظامي ملاتړ وروسته یې د ایران پر حکومت بندیزونه د یو کال لپاره تمدید کړي دي.
اروپايي ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل چې تهران د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په استولو تورن دی او د دې ترڅنګ په سیمه کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو لپاره ملېشې کاروي. اروپايي ټولنې ویلي، چې تهران ته په دې برخه کې اخطارونه ورکړل شوي، خو تهران دغه اخطارونه جدي نه دي نیولي. د اروپايي ټولنې د بندیزونو هدف دا دی چې ایران ته د بې پیلوټه الوتکو جوړول ستونزمن کړي او هغه امکانات وننګوي چې ایران یې پر مټ بې پلوټه الوتکې جوړوي.
اروپا پر ایران خپل بندیزونه تازه کړل
طرز پرس
26 سرطان 1403