په اروپاکې د فوټبال اتلولي لپاره د اسپانیا او انګلستان وروستۍ لوبه 

بیژن سروش

طرز پرس

24 سرطان 1403

da5114db-6124-4070-89ac-14182990a8f2.jpeg

د اسپانیا او انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې د اروپا د فوټبال اتلولۍ جام په وروستۍ لوبه کې د برلین د المپیک په لوبغالي کې له یو او بل سره مخامخ کیږي.
د طرز پرس د خبر پر بنسټ، هسپانیا او انګلستان د یورو ۲۰۲۴ سیالیو په پای لوبه کې له یو بل سره په داسې حال کې مخامخ کيږي چې د وړاندوینو پر بنسټ هسپانیا د یورو جام اتلولۍ ته د رسېدو ډېر چانس لري. د هسپانيا ملي لوبډله د سياليو له پيل راهيسې د یورو جام د ګټلو د یو اصلي مدعي په توګه را څرګنده شوې او ډېر کارپوهان په دې اند دي چې د دې لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو چانس ورسره ډېر زيات دی.
بل پلو په ګروپي پړاو کې هم د «De La Fuente» ډلې د کرواسیا، ایټالیا او البانیا د ټیمونو پر وړاندې د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره بریالۍ اعلان شوه او بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه. هسپانیې په اتم پړاو کې ګرجستان ته په ۴-۱ ماتې ورکړه او په کوارټر فاینل کې جرمني ته د ۲-۱ په توپیر وتوانېد جرمني هم مات کړي. هسپانیه په نیمه پایلوبه کې له فرانسې سره مخ شوه او وتوانید چې فرانسې ته هم د ۲-۱ پایلې په توپیر ماتې ورکړي او د دغو لوبو پای لوبې ته ځان ورسوي.
د انګلستان ملي لوبډلې د یورو جام په سیالیوکې خپله یوه له جنجالونو ډکه دوره تیره کړې. که څه هم دغه لوبډله د دې ټورنمنټ له پیل راهیسې د خپلې خرابې لوبې له امله د مینه والو له خوا له نیوکو سره مخ شوې، خو په دې توانېدلی چې وروستی څلورم پړاو ته ځان ورسوي.