د افغانستان فوټبال په منځنۍ اسیا کې پنځم مقام ته ورسېد

بیژن سروش

طرز پرس

21 سرطان 1403

af6d7fcc-0e21-4251-a084-8f91cabc5552.jpeg

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې ترکمنستان ته په ماتې ورکولو سره د منځنۍ اسیا د فوټبال په سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې نن ماښام د سرطان ۲۱مه، د ترکمنستان پر وړاندې لوبه وکړه. په قانوني دقیقوکې لوبه مساوي پر مخ روانه وه خو وروسته په اضافي وخت کې د افغانستان لوبډلې د پنالټي په شوټ وتوانېد چې ترکمنستان ته د ۹-۸ په توپیر ماتې ورکړي او په دې سیالیو کې پنځم مقام ته ځان ورسوي. تر دې وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې د تاجکستان او قرغزستان پر وړاندې لوبه بایللې وه او په همدې دلیل د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته په لار موندلو بريالي شوي نه وو.