د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشرۍ ماڼۍ د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې د دې خبر پخلی کوي چې د پارکنسن ناروغۍ متخصص داکټر دغې ماڼۍ ته راغلی؛ خو وايي شاید د جوبایدن درملنې لپاره نه.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، په دې ورستیو کې ولسمشر جوبایدن د امریکا په رسنیو او ټولنیزو شبکوکې د تبصرو تر ټولو توده موضوع ده. د ټولنیزو شبکو فعالین د جوبایدن په غیر ارادي تحرکاتو یا د هغه جسمي کمزورتیاو په اړه شوخيډوله تبصرې لیکي. دا باور تر هغه وروسته واقعیت ته نږدې شو، چې نیویارک ټایمز د ښاغلي بایډن په اړه یو تازه راپور خپور کړ .
په دې راپور کې نیویارک ټایمز موندلي چې د پارکنسن ناروغۍ یو متخصص داکټر تېر کال له ۲۰۲۳ نه تر سږ ۲۰۲۴ کاله پوره اته ځله سپیڼې ماڼۍ ته د متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن درملنې لپاره ورغلی او دا ښیې چې د ښاغلي بايډن روغتیایي حالت واقعا نورمال نه دی.
سپینه ماڼۍ د نیویارک ټایمز د دغه راپور په غبرګون کې تازه ویلي، چې د پارکنسن ناروغۍ متخصص سپینې ماڼۍ ته د جوبایډن درمنلې لپاره نه دی راغلی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پییر «Karine Jean-Pierre» پرون رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې په دې اړه ډاډ ورکړ چې د جوبایډن روغتيايي حالت ښه دی او هغه خپلې ټاکنیزې سیالۍ پر مخ وړي.
نوموړې د نیویارک ټایمز د راپور دا برخه ومنله چې د پارکنسن ناروغۍ متخصص تېر کال تر معمول حد ډېر سپیڼې ماڼۍ ته ورغلی دی؛ خو هغې وویل چې دا شاید د ښاغلي بايډن لپاره نه وي.
"ایا ولسمشر د پارکینسن ناروغۍ درملنه کړې؟" نه. آیا ولسمشر د پارکینسن لپاره درمل اخلي؟ نه هېڅکله نه، ایا ولسمشر له دې متخصص سره کتلي. نه، هغه به هېڅکله دا کار ونه کړي، ځکه اړتیا نشته."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پییر له خبریالانو څخه د "درناوی" غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په خپلو خبرونوکې باید دقت وکړي.
جین پییر: داکټر سپیڼې ماڼۍ ته راغلی؛ خو د جوبایډن درملنې لپاره نه
طرز پرس
19 سرطان 1403