کابل او تاشکند د ترانزیتي پروژو پر زیاتوالي ټینګار کړی

طرز پرس

17 سرطان 1403

98989898.jpeg

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي پروژو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د «طرز پرس» خبر له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (جمعه د مارچ ۱۴مه) یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخکوف سره په لیدنه کې د افغان - ټرانس پروژې پر تطبیق او بشپړېدو ټینګار کړی دی. خبرپاڼې له مخې، عزیزي له یاد هېواد څځه  د افغان ټرانس پروژه او په افغانستان کې د سړک او هوايي ترانسپورت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
یاد وزارت لیکلي، په دې کتنه کې له مزارشریف څخه تر تمیز او له هغه ځایه د مسافرو د لېږد لپاره د ترانسپورتي شرکتونو پر جوړولو او د چین، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دهلېز پر جوړولو هم خبرې وشوې. خبرپاڼه زیاتوي، د  ازبکستان د ترانسپورت وزیر د نړیوال ترانسپورت په یاد برخو کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د ازبکستان پلازمینې تاکشند ښار په دغه څلور ورځني نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو او صنعتکارانو خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.