د ګاونډي هېواد د ټاکنو پایلې؛ پزشکیان د ایران ولسمشر شو

طرز پرس

17 سرطان 1403

10519505-5632-4847-a104-f2b0991faa7e.jpeg

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په پای کې مسعود پزشکیان په ډېرو رایو سره د ایران د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
د «طرز پرس» د راپور له مخې، د ایران د ټاکنو کمیسیون د اعلان له مخې، د اصلاح غوښتونکو له خوا ملاتړ شوی نوماند، د ایران د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې له ۳۰،۵۳۰،۰۰۰ څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالی ا و د دغه هېواد د ولسمشر په توګه و تاکل شو. د ایران د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، څه باندې ۳۰ میلیونه کسانو، چې ۴۹،۸ سلنه یې د رایې ورکولو وړ کسان دي، په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړ. 
د دغو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ګډون کچه ۴۰ سلنه اعلان شوې وه، چې له مخې یې مسعود پزشکیا ۱۰،۴۱۵ زره رایې (۴۲.۴۵ سلنه) او سعید جلیلي ۹۴۷۳ زره رایې (۳۸.۶۱ سلنه) ګټلې وې، چې له نورو دوو نوماندانو محمد قاطق او محمد باقر دي مصطفی پورمحمدي مخکې وو. خو د دې حقیقت له امله چې هیڅ یو هم ونه توانید تر ۵۰ سلنې ډیرې رایې وګټي، ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.