
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د افغانستان بانک مخکېنی سرپرست هدایتالله بدري د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست په توګه او شهابالدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټاکل شوی دی.
مجاهد شنبه د چنګاښ پر ۱۶مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا ګومارنې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د سرې میاشتې ټولنې مخکېنی رییس مطیعالحق خالص د چاپېریال ساتنې ادارې د سرپرست په توګه او د افغانستان بانک مخکېنی لومړی مرستیال نور احمد اغا د دغه بانک سرپرست ټاکل شوی دی.
دغه راز، هبتالله اخوندزاده د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانی چارسمبالی حافظ عزیزالرحمان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ګومارلی دی.