
کابل ته د امريکايي پلاوي له سفر سره هم مهاله، طالبانو په یو حيرانونکي اقدام کې د متحده ایالاتو د سفارت پر دېوالونو د امریکا ضد لیکل شوي شعارونه پاک کړي او دېوالونه یې سپین رنګ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې دا دېوالونه د «لا اله الا الله» عبارت او د امريکا پر وړاندې د طالبانو د بریا پر «اسلامي شعارونو» پوښل شوي وو. باخبرې سرچینې وايي چې امريکايي پلاوي طالبانو ته د دونالد ټرمپ له يو ځانګړی پیغام سره کابل ته سفر کړی دی.
لاهم د دې سفر بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي؛ خو تر دې وړاندې ښاغلي ټرمپ ويلي وو چې له امريکايي وسلو سره د طالبانو ځان ښودنه، دی یې په غصه کړی دی.