
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تأیید کړې چې د ولسمشر دونالد ټرمپ، اوکراین ته د امریکا د نظامي او وسلوالو مرستو لېږد موقتاً درولی دی.
امریکايي رسنۍ د حکومت د لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکوي چې دا پرېکړه د مرستو د ارزولو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغوی د اغېزمنتیا د ارزونې په موخه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلینسکي سره له یوې ترینګلې ناستې وروسته ویلي چې اوکراین باید له روسیې سره د سولې خبرو لپاره تیار شي.