د ټرمپ پر وړاندې د زلینسکي ماتې خوړل؛ اوکراين امريکا ته د نادرو کانونو امتياز ورکړ

طرز پرس

8 حوت 1403

44.png

د امریکا له اوږدو اقتصادي او نظامي فشارونو وروسته، د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي بالاخره اړ شو چې له واشنګتن سره د دې هېواد د نادرو کانونو د استخراج تړون ته غاړه کښېږدي. د «فرانسه» خبري آژانس د يوه اوکرايني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې کي‌یف او واشنګټن د دې تړون په اړه توافق ته رسېدلي، او تمه کېږي چې اوکراين به دغه تړون د جمعې په ورځ لاسليک کړي.

«رويټرز» هم تأييد کړې چې زلنسکي به د جمعې په ورځ د «کب لسمه» واشنګټن ته سفر وکړي، ترڅو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د «فايننشل ټايمز» د راپور له مخې، د دې تړون پر بنسټ، امريکا به د اوکراين د نادرو کانونو له صندوق څخه ۵۰ سلنه عايد ترلاسه کوي. برسېره پر دې، تړون د اوکراين د تېلو او ګازو زېرمې هم رانغاړي.

د اوکراين حکومت تېره دوشنبه اعلان وکړ چې د دې تړون ټولې مهم جزييات يې وروستۍ کړي دي. خو سياسي شنونکي دا تړون د زلنسکي د اقتصادي خپلواکۍ د ماتې نښه بولي. ډېری شنونکي باور لري چې امريکا، د پراخو خبرو اترو په لړ کې، هڅه کوي د اوکراين پر سرچينو لا زيات تسلط پيدا کړي او زلنسکي يې اړ کړی چې واشنګټن ته ستر امتيازات ورکړي.