
د آلمان د مسیحي دموکرات ګوند مشر او د دې هېواد نوی صدراعظم، فریدریش مرتس، د امریکا له هغه اقدام سره سخت مخالفت څرګند کړی چې دی یې «د آلمان د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه» بولي. مرتس، چې له خپلې بریا وروسته یې خبرې کولې، اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې امریکا متحده ایالات نور د اروپا برخلیک ته د پخوا په څېر ارزښت نه ورکوي، نو اروپا باید د خپلواکۍ پر لور ګامونه واخلي.
د آلمان د ټاکنو کمیسیون د دوشنبې په سهار، د فبرورۍ ۲۴ «دکب ۶مه»، د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. د دې پایلو له مخې، د مسیحي دموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو ائتلاف ۲۸.۵۲ سلنه رایې خپلې کړې، چې د تېرو ټاکنو په پرتله ۴.۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دا بریا محافظهکارانو ته دا زمینه برابروي چې ژر تر ژره نوی حکومت جوړ کړي.
مرتس د ټاکنو له پایلو وروسته د دونالد ټرمپ د ادارې له لوري د «آلترناتیو » (AfD) ګوند څخه له ښکاره ملاتړ سره مخالفت وښود او ټینګار یې وکړ چې دا ډول مداخلې د آلمان لپاره د منلو وړ نه دي. د «آلترناتیو » (AfD) ګوند په دې ټاکنو کې د امریکا د ملاتړ تر سیوري لاندې دویم ځای خپل کړ.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره شوې چې د کډوالۍ سیاستونه، اقتصادي کړکېچ، او د اوکراین جګړه د سیالیو مهم بحثونه وو. شنونکي باور لري چې د محافظهکارانو بریا به د آلمان د راتلونکي حکومت سیاستونه، په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې، امریکا او روسیې سره اړیکې، له نوي لوري سره مخ کړي.