په مونیخ کې د موټر برید؛ بریدګر یو افغان کډوال دی

طرز پرس

25 دلو 1403

GjqsLVWWAAAocx-.jpg

د المان پولیس وايي، هغه کس چې نن پنج‌شنبه «د سلواغې ۲۵مه» په مونیخ ښار کې د خپل موټر پر مټ برید وکړ، یو ۲۴ کلن افغان کډوال دی. د جرمني "بیلد" ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي، او د ټپيانو له ډلې د یوه ماشوم حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

دا پېښه یواځې یوه ورځ مخکې د مونیخ تر امنیتي کنفرانس مخکې ترسره شوی دی. د المان چارواکو ویلي چې د برید د احتمالي انګېزې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر دې دمه داسې شواهد نه‌دي موندل شوي چې دا پېښه دې د ترهګریز ګواښ سره تړاو ولري.

عیني شاهدان وايي، موټر چلوونکي له پیښې وروسته د تېښتې هڅه وکړه، خو پولیسو ونیوه. له سیمې څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې د پېښې ځای له کړکېچن وضعیت سره مخ دی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په جرمني کې د کډوالو پالیسۍ په وروستیو میاشتو کې یوه لانجمنه موضوع ګرځېدلې او د کډوالۍ د قوانینو د بیاکتنې لپاره د حکومت پر ضد فشارونه زیات شوي دي.