
طالبانو پر وړاندې د امریکا د فشارونو له زیاتوالي سره هم مهاله، د دې ډلې او قطري چارواکو ترمنځ لیده کاته هم زیاتې شوې دي.
تازه، طالبانو اعلان کړی چې د دوی د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، نن «د سلواغې ۲۵مه» د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره په دوحه کې لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
دغه لیدنه داسې مهال شوې چې تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو رئیس، هم له قطري چارواکو سره د لیدو لپاره دې هېواد ته تللی و، خو د دې سفر جزئیات تر اوسه نه دي روښانه شوي.
قطر په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو مهم منځګړي رول لوبولی دی. د طالبانو او قطري چارواکو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو زیاتوالی په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې واشنګټن پر دې ډلې خپل سیاسي او اقتصادي فشارونه لا زیات کړي دي. له بلې خوا، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مشرانو هم د «طالبانو ضد» دريځ خپل کړی دی.