
د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند، محمدکمال افغان وايي چې په دغه وزارت کې دننه د یو ځانمرګي چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. نوموړي ویلي چې چاودنه د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۵مه، سهار د وزارت د ودانۍ د وره مخې ته رامنځته شوې ده.
د افغان په وینا، بریدګر تر دې مخکې چې د وزارت ودانۍ ته داخل شي، د طالبانو امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی، خو د پېښې له امله یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې د چاودنې له کبله د وزارت ودانۍ ته نور زیان نه دی اوښتی.
بلخوا، ځايي سرچینې طرز پرس ته وایي چې د چاودنې غږ ډېر زورور و، او ښایي د طالبانو له رسمي شمېرو ډېر تلفات ولري.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې یوازې دوه ورځې وړاندې د کندز ولایت د دروازې مخې ته هم یوه زوروره چاودنه شوې وه، چې د سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ، ۲۵ تنه پکې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي وو. د کندز د چاودنې مسؤولیت داعش منلی و، خو تر اوسه د ننني برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.