
کندز – طرز پرس: داعش ډلې د تېرې ورځې هغه ځانمرګي برید مسئولیت منلی، چې د کندز ولایت په مرکز کې د کابل بانک د نمایندګۍ مخې ته ترسره شو. دې برید د طالبانو ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.
داعش ادعا کړې چې بریدګر توانېدلی خبل ځان د طالبانو د غړو په منځ کې والوزوي، چې له امله یې لسګونه طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو د طالبانو چارواکي وايي، په دې برید کې پنځه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
بل پلو د کندز له روغتون څخه یو شمېر سرچینې وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان دي. د طالبانو غړو ترڅنګ، یو شمېر ملکي وګړي هم په دغه ځانمرګي برید کې وژل شوي او راپورونه ښيي چې د کندز پوهنتون یو استاد هم په وژل شویو کې شامل دی.
دا برید داسې مهال ترسره شو، چې په افغانستان او سیمه کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې هم د داعش د پراخېدونکي ګواښ یادونه شوې او ویل شوي چې دا ډله لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي خطر ګڼل کېږي.