په کندز کې چاودنه؛ د طالبانو د حوزې آمر په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي

طرز پرس

23 دلو 1403

11111111.png

کندز – «طرز پرس»: د کندز ښار کې د کابل بانک مخې ته د مرګوني چاودنې له کبله د طالبانو د یوه حوزې آمر په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. 

طالبانو د چاودنې پخلی کړی، خو تر اوسه یې د تلفاتو کره شمېره نه‌ده اعلان کړې؛ خو بل پلو د تلفاتو څو اړخیزو ارقامو ته په کتو اټکل کیږي چې د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.

یوه باوري سرچینه طرز پرس ته ویلي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو د امنیتي حوزې یو آمر هم شامل دی. تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه‌دی منلی.