طالبانو د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د نظامي عملیاتو ادعا رد کړه

طرز پرس

21 دلو 1403

12121212.jpg

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه ناسم بللي چې وایي پاکستان ممکن د داعش پر ضد د افغانستان په خاوره کې نظامي عملیات ترسره کړي.

مجاهد په خپلو څرګندونو کې دا راپورونه تبلیغات او یو اړخیز تحلیلونه یاد کړي، چې د هغه په وینا له حقیقت سره سمون نه لري. «دراپ نیوز» خبري ویب‌سایټ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې پاکستاني پوځ هڅه کوي امریکا په افغانستان کې نظامي مداخلې ته وهڅوي.

په دغه راپور کې همدا راز ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي شخړو او دیپلوماتیکو ناندریو وروسته، پاکستاني پوځ په افغانستان کې د داعش اړوند ډلو پر ضد د پراخ نظامي عملیاتو لپاره خپلې ارزونې پیل کړي دي.