طالبان وايي امریکا ته د هیلوکوپټرو لیږدول دوی ته د منلو نه دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

20 دلو 1403

00000089.jpeg

د طالبانو دفاع وزارت له متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې چې هغه اووه «بلک‌هاوک» هلیکوپټرونه، چې تازه له ازبکستان څخه امریکا ته انتقال شوي، بېرته افغانستان ته وسپاري.

دې وزارت نن (شنبه، د سلواغې ۲۰مه) په یوه بیانیه کې ویلي چې دغه هلیکوپټرونه د افغانستان ملکیت دي او امریکا ته یې انتقال «د منلو وړ نه دي». په بیانیه کې راغلي چې د افغانستان خلک حق لري چې د خپلو شتمنیو دفاع وکړي، او ګاونډي هېوادونه باید د دې حقونو درناوی وکړي. طالبانو له متحده ایالاتو غوښتنه کړې چې د دې نظامي تجهیزاتو د بېرته راګرځولو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او دا وسایل افغانستان ته وسپاري.

تر دې وړاندې، د ازبکستان رسنیو خبر ورکړی و چې دغه هلیکوپټرونه، چې د افغانستان د مخکیني حکومت د سقوط پر مهال افغان پیلوټانو ازبکستان ته انتقال کړي وو، تازه د واشنګټن په ازبک سفارت کې د امریکا ملکیت په توګه معرفي شوي دي.

له هغه وروسته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د اردو ګڼ شمېر الوتکې او هلیکوپټرونه د مخکینیو افغان ځواکونو له لوري ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شول. طالبانو څو ځله د دغو وسایطو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې، خو دواړو هېوادونو تر اوسه د طالبانو غوښتنو ته کوم ارزښت نه دی ورکړی.