
په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د خونړيو نښتو له کبله دواړه لوریو ته درنه تلفات اوښتي دي. یو شمېر سرچینې ادعا کوي چې په دې نښتو کې تر دې دمه د پاکستان ۳۸ پوځيان او د طالبانو پنځه غړي وژل شوي دي.
دواړو لوریو د درنو وسلو کارولو ترڅنګ، له خپلو توپچي ځواکونو څخه ګټه اخیستې چې په پایله کې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته ګڼ کورونه زیانمن شوي دي. افغان طالبان او پاکستاني چارواکو له سیمې د ملکیانو د ژغورلو په موخه له هغوی غوښتي چې له پولو سره نږدې سیمې پرېږدي. د راپورونو له مخې، د دواړو غاړو ګڼې کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوي دي.
پېښه بېګاه شپه رامنځته شوې او یوې سرچینې طرز پرس ته دا حال داسې بیان کړ: «طالبانو د توپچي، هاوانونو، او د ځمکني تعرضي بریدونو پر مټ د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ له استقامته د کرښې بلې غاړې ته په ډبګۍ سیمه کې او د خوست د عليشېرو ولسوالۍ له استقامته د فرضي کرښې هاوخوا ته په اوزګړي سیمه کې د پاکستان پوستې او مرکزونه تر سختو ګوزارونو لاندې ونیول.»
د باخبرو سرچینو په وینا، په دغه نښته کې د پاکستان یو شمېر نظامي پوستې سوځېدلي او ۳۸ پوځيان یې وژل شوی دي. سرچینه وايي، طالب لوري ته هم پنځه غړي وژل شوي دي. د یادې سرچینې په وینا، طالبانو په دغه نښته کې له څارندويو ډرون الوتکو هم کار اخیستی دی.
د طالبانو دفاع وزارت هم رسماً منلی چې د ډېورند فرضي کرښې هغې غاړې ته یې ځیې اهداف په نښه کړي دي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدې مودې سرحدي شخړې تل د تاوتریخوالي سبب ګرځېدلې دي، خو وروستۍ نښتې تر پخوا شدیدې بلل شوې دي. د سیمهییزو خلکو په وینا، په دواړو غاړو کې اوس هم د ډزو یو یو غږ اورېدل کېږي.