دمشق پر وړاندې د اسرائیل بریدونه؛ د اسد له سقوط وروسته د نوي فصل پیل

طرز پرس

20 قوس 1403

WhatsApp Image 2024-12-10 at 00.05.43.jpeg

تازه راپورونه ښيي چې دمشق د اسراییل له هوايي ګزارونو سره سخت ځپل شوی دی. د اسراييل هوايي ځواک په تېرو ۴۸ ساعتونو کې، د سوریې پر مرکز ۳۵۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي. دا د اسراييل په تاریخ کې تر ټولو ستر برید ګنل کيږي چې د سوریې پر مرکز دمشق باندې ترسره کيږي.

خو د اسرائیل دا بریدونه له دې کبله پوښتنې راپورته کړي دي چې بنیامین نتانیاهو، سره له دې چې د بشار اسد پر وړاندې د سخت مخالفت ادعا کوي، بیا نو ولې د هغه د رژیم له ړنګېدو وروسته د سوریې بنسټیزې زېربناوې په نښه کوي؟

د سوریې رسنیزو فعالانو له دې پوښتنې سره ویلي دي چې اسرائیل «د بشار اسد دښمن دی که د سوریې؟» اسرائیل په ضمني ډول د ورته پوښتنو په ځواب کې ویلي چې د سوریې نظامي زېربناوې او انبارونه په دې خاطر په نښه کوي چې اوسني مخالف وسله وال دغو تجهیزاتو ته لاسرسي پیدا نه کړي.

له بلې خوا، د اسرائیل رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو ځمکني ځواکونه هم دمشق ته ننوتلي او زغره وال ټانکونه له زرګونو سرتېرو سره د سوریې په پوله ځای پر ځای شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې آیا اسرائیل غواړي پر دمشق ځمکني بریدونه هم پیل کړي، که یوازې د هوايي بریدونو او د سوریې نظامي زېربناوو په نښه کولو سره به بسنه وکړي.