ناپېژندو جنګي الوتکو په سوریه کې د ایران د سفارت سیمه او یو هوايي ډګر په نښه کړی

طرز پرس

18 قوس 1403

OIP (2).jpg

د بشار اسد د واکمنۍ د پړځېدلو په ګډوډۍ کې، ناپېژندو جنګي الوتکو نن یک شنبه د لیندۍ ۱۸مه، د دمشق مزه سیمه او د سویلي سوریې یو مهم هوايي ډګر په نښه کړی دی.

رویټرز په سوریه کې د خپلو امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دغو سیمو کې د ایران د سفارت په ګډون، د ملګرو ملتونو دفتر او د سوریې امنیتي ادارې موقعیت درلود او ښايي په برید کې زیانمن شوي وي.

رویټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د سوریې په سویل کې د خلخله هوايي ډګر هم د دغو جنګي الوتکو له خوا بمبار شوې ده. ويل کيږي چې په دغه هوايي ډګر کې ګڼ شمېر مهمات او تجهیزات، لکه راکټونه او توغندي، ساتل کېدل.

که څه هم برید د ناپېژندو جنګي الوتکو لخوا شوی او چا یې مسوولیت نه دی منلی، خو رویټرز په احتمالي ډول ویلي چې ښايي دا برید اسراييل ترسره کړی وي.
د اسرائیل حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي.