د بشار اسد د حکومت پای او له دولتي تلویزیون څخه د مخالفینو بیانیه

طرز پرس

18 قوس 1403

1869303_893.jpg

د بشار اسد حکومت نن یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۸مه چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له اتمې، نېټې سره سمون لري، د نوموړي په تېښته پای ته ورسېد. وسله‌والو مخالفینو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل او د سوریې له دولتي تلویزیون څخه خپله لومړنۍ بیانیه خپره کړه.

د سوریې لومړی وزیر د بشار اسد د حکومت رسمي سقوط اعلان کړ او په یوه ویډیویي بیانیه کې وویل چې هغه له سوریې څخه نه دی وتلی او لا هم په خپل کور کې دی. د بشار اسد د مخالفینو لومړۍ بیانیه هم دمشق ښار ته د هغوی له ننوتلو وروسته د دې هېواد له دولتي تلویزیون څخه خپره شوه.

وسله والو مخالفینو چې په ملکي لباس کې څرګند شوي وو، اعلان وکړ چې له نن څخه په سوریه کې د سولې پر بنسټ یو نوی پړاو پیلېږي. هغوی وویل: «سوریه د ټولو سوریانو ده، پرته له دې چې څوک د کومې طبقې وي.»

په دې بیانیه کې وسله‌والو مخالفینو څو ځله د «دمشق آزادۍ» او «د بشار اسد سقوط» اصطلاحات کارولي دي. مخالفینو له ټولو اتباعو او خپلو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د «آزادې سوریې» ټول ملي شتمنۍ وساتي. هغوی په پای کې د «ژوندی دې وي سوریه» شعار هم پورته کړ.

له دې سره د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت و پړځېد او د سوریې خلک به مخالفینو ته د واک د لېږد شاهدان وي. خو دا چې د بشار اسد له حکومت وروسته په سوریه کې د حکومت کولو بهیر به څنګه وي، وخت به یې څرګند کړي.