د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په حلب کې نظامي مراکز تر خپل کنټرول لاندې راوستي

طرز پرس

9 قوس 1403

Gdjvo_4WwAAgbvB.jpg

د بشار الاسد د رژیم مخالفینو نن د جمعې په ورځ د سوریې ستراټژیک ښار حلب ته داخل شول او څو شېبې وړاندې یې د سوریې د اردو ځینې نظامي مرکزونه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې وېډيوګانې په حلب ښار کې د «هیئت تحریر الشام» د جنګیاليو پراخ حضور ښيي. حلب، د سوریې له لویو ښارونو څخه دی او ویل کېږي چې پرته له کوم جدي مقاومت څخه د بشار الاسد د رژیم مخالفینو لاس ته لوېدلی دی.